د مطیع الله خان ورور د اروزګان د امنیه قومدانۍ د امر په توګه ټاکل شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64113
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-02

د کورنيو چارو وزارت له خوا د اروزګان د پخواني وژل شوي امنيه قوماندان مطيع الله خان ورور د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت د امر په توګه وټاکل شو. د اروزګان د امنيې قوماندانۍ د امنيت نوى امر سمونوال رحيم الله خان د نن يو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي شو. په دغو مراسمو کې د اروزګان امنيه قوماندان توريالى ابدياني، ملکي او پوځي چارواکو، قومي مشرانو او مخورو برخه اخيستې وه. امنيه قوماندان مل پاسوال توريالی ابدياني د امنيت امر په توګه د سمونوال رحيم الله ټاکل پر ځاى اقدام او هغه يې د دې دندې لپاره وړ کس وباله. ابدياني زياته کړه چې د دغه ولايت د امنيت لپاره به په ګډه پلان جوړوي او هغه ستونزې چې اوس مهال په يو شمېر سيموکې شته، دوى به يې د هواري هڅې کوي.