ګاګنون: د ملکي وګړو پر استوګنځایونو د طالبانو بریدونه جنګي جنایت دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64114
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-02

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د بشري حقونو مشرې ویلي، د ولسي وګړو پر استوګنځایونو او ملکي خلکو د طالبانو بریدونه ''جنګي جنایت'' دی. جورجت ګانون بي بي سي ته ویلي ''هغه نړیوال بشردوستانه قوانین چې ددغه هېواد ټول اړخونه یې په مراعاتولو ملکف دي، پر ملکي وګړو او ناپوځي ځایونو بریدونه جنګي جنایت بولي''. ګاګنون دا هم ویلي''وینو چې اورپکې ډلې په منظم ډول د ولسي خلکو پر استوګنځایونو بریدونه کوي. خو هغه څه چې لا ډېر ناوړه شوي دا دي چې د ولسي خلکو د استوګنې پر ځایونو د بریدونو نېغه پړه مني''.