متحده عربي امارات وايي ټولې هغه ژمنې به عملي کړي چې له افغانستان سره د مرستو په برخه کې کړې دي. د دغه هېواد سفیر له ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کې ویلي امارات به خپلې ټولې هغه ژمنې پوره کړي چې متحده عربي اماراتو ته یې د ولسمشر غني د سفر پرمهال کړې وې . د ولسمشرۍ د یوې خبرپاڼې له مخې سفیر له کابل پوهنتون سره د مرستو د پیلولو او د خوست له شېخ زاید پوهنتون سره د خپلو مرستو د دوام یادونه وکړه او د دارالافتا د جوړولو په برخه کې یې هم د مرستو چمتووالی ښوودلی. نوموړي دا هم وویل، چې د سل تنوافغان محصلینو لپاره په څلور کلن روزنیز پروګرام کار کوي او وې ویل چې په نږدې راتلونکي کې به د لوړو زده کړو وزارت لس تنه کارکوونکي د تخنیکي زده کړو لپاره اماراتو ته واستوي.