د هلمند په شمالي ولسوالیو کې له ۱۰۵ ښوونځیو یوازې ۸ پرانیستي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64116
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-02

د هلمند د پوهنې ریاست وايي، د دغه ولایت په شمالي ولسوالیو کې له ۱۰۵ ښوونځيو څخه يوازې ۸ د زده کوونکو پر مخ پرانيستي دي او پاتې بند دي. د هلمند د پوهنې ریاست اداري مرستیال وايي ترهغو چې په دې ولسوالیو کې امنيت ټینګ نه شي لسګونه ښوونځي به تړلي پاتې وي. محمد ولي سرحدي وايي، د تیرې میاشتې تنخوا او نور امتیازات يې په دې خاطر ځنډولي چې مالومه کړي څومره ښوونځي فعال دي او څوتنه زده کوونکي ورځي. محمد ولي سرحدي وویل په دې ښوونځیو کې شاخوا یوولس زره زده کوونکو زده کړې کولې چې اوس مهال د نا امنیو له امله دغه شمیر لسګونو ته راټیټ شوی دی. سرحدي وایي چې په سنګین، نوزاد، موسی کلا، کجکي او واشیر ولسوالیو کي د طالبانو د پراخ حضور له امله خلک خپل اولادونه ښوونځیو ته نه استوي.