په کابل کې د پاکستان سفیر وايي چې د دواړو هیوادونو له لوري سختو هلوځلو ته اړتیا ده څو دوه اړخیزه همکاري زیاته شي او په ګډه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي. په افغانستان کې د پاکستان سفیر سید ابرارحسین د ولسي جرګې له رييس عبدالروف ابراهیمي سره په کتنه کې ویلي چې هیواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره هلې ځلې کوي ځکه چې سوکاله، امن او باثباته افغانستان نه یوازې د پاکستان بلکې ټولې سیمې په ګټه دی. ده همداراز وویل چې پاکستان غواړي چې له افغانستان سره په ټولو برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ پراخې کړي.