د پکتیکا د ښاروال پر ضد لاریون وشو، خو ښاروال وايي، دغه لاریون له ده سره د شخصي عقدو پر اساس شوی دی. د پکتيکا د بېلابېلو سيمو سلګونه اوسېدونکو نن په مرکز ښرنه کې لاريون وکړ او د ښاروال د لرې کېدو غوښتنه يې کوله. يوه لاريون کوونکي عبدالحميد وويل د پکتيکا ښاروال په اداري فساد کې ښکېل دى او په يوه او بله نوم له خلکو پيسې اخلي. خو د پکتيکا ښاروال سيد عبيدالله سعادت بيا وويل چې يادو کسانو د شخصي ګټو د خوندي کولو لپاره لاريون کړى دى. هغه وويل د پکتيکا د ماسټر پلان د پلي کولو لپاره منظم پلان لري خو د شخصي ګټو په موخه ځيني کسان يې د مخنيوي هڅې کوي. دغه راز د پکتيکا د ښاروالۍ د مسلکي بورد مشر حاجي رفيق هم وويل چې يادو کسانو د شخصي عقدو او ګټو لپاره لاريون کړى دى.