د پکتيا نوى والي وايي چې په دغه ولايت کې د امنيت ټينګښت، د سولې راوستل، بيارغونه او له اداري فساد سره مبارزه يې له کاري لومړيتوبونو ده. د پکتيا نوى والي نصرت الله ارسلا نن د سيمه ييزو ارګانونو د پاليسۍ د مرستيال فريد مامونزي له خوا د يوې غونډې په ترڅ کې د دغه ولايت اوسېدونکو ته ور وپېژندل شو. فريد مامون زي يادې غونډې ته وويل چې نصرت الله ارسلا ځوان، تحصيل کړى او پر کار پوه شخص دى، دى به وکولاى شي چې په دغه ولايت کې ډېرې ستونزې هوارې کړي. دغه راز د پکتيا نوي والي نصرت الله ارسلا وويل چې د امنيت ټينګښت، د سولې راوستل، له اداري فساد سره مبارزه او بيارغونه يې له کاري لومړيتوبونو دي.