کندهار : ( ۳۳ ) وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اړولو خبر ورکړل سو .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64121
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-06-03

د کندهار امنتي چارواکي خبر ورکوي ، چي تيره شپه يې د کندهار د شاولي کوټ ولسوالۍ د تنګي په سيمه کي د وسله والو طالبانو په وړاندي پراخ عمليات کړي دي او پر مهال يې ( ۳۳ ) وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده . د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا درانی وايې ، چي په دې عملياتو د شپږو طالب قوماندانانو په ګډون ( ۱۸ ) وسله وال طالبان وژل سوي او ( ۱۵ ) تنه نور ټپيان دي . د دراني په خبره چي عمليات دا مهال پای ته رسيدلي او پر مهال يي د دوو پوليسو د ټپي کيدو خبر هم ورکوي . وسله والو طالبانو د دولت د دې ادعا په اړه څه نه دي ويلي . په دې وروستيو کي د کندهار په ليري پرتو ولسواليو کي د وسله والو طالبانو حرکات ډير سوي دي او دولت يي هم په وړاندي د عملياتو څخه خبر ورکوي .