طالبان: خوشي شوي طالب مشران اوس خپلواک دي، چېرته چې غواړي ژوند کولای شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64122
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-03

طالبان وايي چې له ګوانتانامو څخه خوشې شوي پنځه مشران يې اوس ازاد دي او چېرې چې وغواړي، ژوند کولى شي. دغه پنځه طالب مشران، تېر کال په همدې مياشت کې د امريکايي سرتېري بوى برګډال په بدل کې خوشې او قطر ته ولېږدول شول. د طالبانو د يوه وياند له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د شوي تړون له مخې، په قطر کې د دوى د يادو پنځو مشرانو د يوه کال موده بشپړه شوه. طالبانو له هغو ټولو اړخونو چې د دې هوکړه ليک په ترسره کولو کې يې همکاري کړې، مننه کړې ده. طالبانو په ډاګه کړې، په دې اړه چې په رسنيو کې د شرايطو د غځېدو کومه خبره شوې، هېڅ حقيقت نه لري او له دې وروسته پر يادو کسانو د امريکا له لوري هر ډول شرايط د شوي هوکړه ليک او نړيوالو اصولو خلاف عمل بولي.