د حکومت د اجرائيه رياست دويم مرستيال وايي، له ملي يووالي حکومت سره د سولې په روانو هڅو کې پاکستان خپلې دوه لومړنۍ ژمنې لا هم نه دې پوره کړي. حاجي محمد محقق ویلي چې ولسمشر له پاکستان سره د سولې په چارو کې همغږيتوب او د دغه هېواد ښکېلتيا ته خورا لومړيتوب ورکړ. ده زياته کړه چې پاکستان هم په پيل کې دوه سترې ژمنې وکړې، چې له لارې يې د سولې روانه پروسه ګړندۍ کېده. محقق وايي پاکستان ژمنه کړې وه چې وسله وال طالبان به د سولې لپاره د خبرو مېز ته کېنوي او په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د پسرلنيو عملياتو مخنيوی به کوي.