د کندهار والي خبر ورکوي ، چي د دې ولايت د تاريخي ابداتو ساتنه به په جدي توجه کوي ، نوموړی وايې د هغه معلوماتو او اسنادو د بررسۍ دپاره يې هم پلاوی ټاکلی دی ، چي د کندهار تاريخي ځايونه وران سوي او ځمکي يې غصب سوي دي .
له مودو راهيسي په کندهار کي تاريخي ځايونه د ورانيدو او تالان سره مخ دي ، چي په دي وروستيو کي يې په پرله پسي ډول زور واخست او په لنډ وخت کي د کندهار مهم تاريخي ځايونه وران او ځمکي يې غصب سوې .
يوه کال مخکي په کندهار کي ، د پنځه زره کلن تاريخي نارنج ماڼۍ ډيري برخي وراني او غصب سوې ، د احمدشاه بابا د عصرتاريخي مسجد له بيخه وکښل سو او د نادر افشار کلا يوه برخه هم ورانه او ځمکه يې غصب سوه ، د وخت مرکزي ادارې د کندهار اړوند مسوولين د غفلت په تور تبديل او موضوع يې د لويي څارنوالۍ سره هم شريکه کړل خو د ولايتي ادارې له لوري هيڅ راز توجه ونه سول .
دا مهال د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي خبر ورکوي ، چې د يادي موضوع د څيړلو دپاره يې باصلاحيه پلټونکی پلاوی ټاکلی دی ، تر څو په دې اړه د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې د موضوع جرړه معلومه او واقيعتونه برسيره کړي .
)) د تاريخي ابداتو ساتل د دولت وظيفه ده ، ما د همدي ستونزو د څيړني په خاطر يو هيت ټاکلی دی ، چي خپل کار د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کي شروع کړی دی ، څو اصلي ستونزه په ګوته کړي او بيا موږ د هيت د راپور په اساس اقدام کوو . ))
نوموړی ټينګار کوي ، که چيري په دې برخه کي د اړوندو مسوولينو غفلت او خيانت ثابت سي د مرکزي ادارې په سره همږغي به قانوني کړنه وکړي او د دومره مهمي ادارې دپاره به بااحساسه کسان په دندو وګماري .
(( تر بررسۍ وروسته موږ معلوموو ، که دي کسانو د کار وړتيا نه درلودل ، مرکزي ادارې ته وايو چې دلته د احساس کسان په دندو وګماري څو خپله وظيفه په ښه ډول تر سره کړي . ))
موږ داسي اسناد په لاس کي لرو . چي په مرکزي اداره کې د اطلاعاتو او فرهنګ د وخت وزير د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس په همدي تور بل ولايت ته تبديل کړی او لويي څارنوالۍ ته يې د حقيقت موندلو وړانديز کړی دی ، خو تر اوسه رييس دنده نه ده خوشي کړي او نه هم څارنوالۍ د خپلو پلټنو په اړه رسنيو ته معلومات ورکړي دي .
د کندهار د والي توريالي ويسا د دندي پر مهال د کندهار د خرقي مطهرې دروازه هم ايران ته ورکړل سوي وه او پر ځای يي نوي پنجره خرقې مطهرې ته راوړل سوي وه .
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د هنر او فرهنګ د امر د څرګندولو له مخي چي د وخت والي يې په بدل کي پنځوس زره امريکايي ډالره هم اخستي وه ، خو والي هغه وخت دا څرګندوني رد کړي وي .
ايران ته د خرقي شريفي د دروازې د ورکولو په غبرګون کي هغه وخت ټولو افغانانو سخت قهرجن سول او بالاخره د رسنيو د جدي تعقيب له مخي دواړو لورو خپله معامله لغوه اعلان کړل .