د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي دغه څرګندوني د پنجشنبې په سهار د لوی احمد شاه بابا د عالي ليسي څخه د ليدني پر مهال وکړي .
ښاغلي عزيزي چي په ښوونځيو کي د کلنۍ ازموينو روان بهير يې له نږدي ارزيابي کاوه په نوموړي ليسه کي د ازمويني په صحنه او همدارنګه دليسي په اداره کي د زياتي بي نظمۍ څخه ناخوښه سو او د ليسي مدير احمد الله فيضي ته يي هدايت وکړ ،ددي سره سره ، چي په ښوونځۍ کي بايد تدريسي کيفيت او کميت ته پاملرنه ضرور ګڼل کيږي بلکي مهمه داده چي اول بايد دسپلين مراعت سي ، ذده کونکي او استادان بايد په يوه منظم چوکاټ کي د پوهني کور ته داخل او پاک چاپير يال ولري .
کندهار والي وويل احمد شاه بابا عالي ليسه ، چې د ښار په زړه کي موقيعت لري او د معارف رياست هم پر همدغه او دي ته په ورته نورو مرکزي ليسو حساب کوي داسي بي کفايتي موجوده ده، مګر اوس دا جوته سول چي د کندهار معارف بنسټيزو اصلاحاتو ته ضرورت لري او شايد نوري ليسي هم تر دي د خراب حالت سره مخ وي هغه دا ټولي نيمګړتياوي د يوه کمزوري مديريت له کبله وبللي .
والي همايون عزيزي زياتوي د ازمويني صحنه بايد ډيره شفافه ، شاګردان په منظم ډول ناست او استادان هم بايد پخپل وخت سره دازمويني پارچې ورکړي او د پوره نظارت لاندي د امتحان لړی پيل سي چي په دي سره به د لايق او نا لايق متعلم ترمنځ انصاف او عدل هم په پوره صداقت مراعت سوي وي .
وروسته د احمد شاه بابا ليسي مدير احمد الله فيضي چي د ليسي په برخه کي کندهار والي ته معلومات ورکول ژمنه وکړل چي دوی خپلو کاري نيمګړتياؤ ته زير سول او ډير ژر به يي د اصلاح لپاره لاس په کارسي .