د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف له خپل افغان ساري صلاح الدین رباني سره د شانګهای د همکارۍ ټولنې د امنیت او ثبات د کنفرانس ترڅنګ په خبرو کې وویل:«زموږ هیوادونه له اوږدې مودې راهیسي په خپل منځ کې ښې اړیکې لري او غواړو چې افغانستان پر هغو سختیو او ستونزو لاسبری شي چې دې هیواد په وروستیو کې لرلي دي. د روسیې د باندنیو چارو وزیر یادونه وکړه چې د شانګهای د همکارۍ ټولنې غړیو – روسیه، چین، او د منځنۍ اسیا هیوادونو لکه ازبکستان، تاجګستان، قرغیزستان او قزاقستان په مسکو کې غونډه وکړه او له افغانانو سره یې پیوستون اعلان کړ.