د پوهنې وزیر اسداله حنیف بلخي وايي، د درې میلیونو په شاوخوا کې ماشومان چې نجونې هم په کې شاملې دي ښوونځیو ته د شامېلیدو په شرایطو پوره دي، خو زده کړو لاس رسی نه لري د پوهنې وزیر دا هم وویل، اوس مهال د هېواد پنځوس فیصده ښوونځي ودانۍ نه لري او ځیني ودانۍ چې قراردادیانو ته ورکړل شوي او لانیمګړي دي، قراردادیان به یې حاضر او د قانون سره سم به وپوښتل شي.بلخي پرون د ده د سل ورځني کاري پلان د تشریح کولو پر مهال وویل هر کال د هېواد ښوونځیو ته شاوخوا یو میلیون نوي زده کوونکي جذبیږي، خو د ښوونکو اوسني تشکېل ته په کتو سره، دا ضرورت پیښیږي چې نوي ښوونکي وګمارل شي.