ممنون حسین: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو نوی دور پیل شوی دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64131
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-04

د پاکستان ولسمشر وايي چې افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان د اخلاص نه ډکو وړاندیزونو ډیر تود ځواب ویلی دی او د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کیدو سره به سیمه کې هم سولې او ثبات ته گټه ورسیږي .ممنون حسین وايي پاکستان غواړي چې د نړیوالې ټولنې او په ځانگړې توگه د گاونډیو سره دوستانه اړیکې ولري.د پاکستان د پارلمان د نوي کال د پیل په مهال د جرگو غړو ته د وینا په وخت د پاکستان جمهورریس وویل چې پاکستان د نیزدې او مخلصانه کوششونو په سبب د افغانستان د نوي حکومت سره د دوه اړخیزو اړیکو نوی دور پیل شوی دی.