د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي د افغانستان د ملي امنیت او د پاکستان د استخباراتي اداري ای اس ای ترمنځ شوی لاسلیک شوی هوکړه لیک نامشروع دی اود افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه دی. حامد کرزي له امریکا غږ اشنا ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، چې دغه سند د افغانستان په زیان دی او له مخې به یې ای اېس ای کولای شي په افغانستان کې خلک ونیسي او وټکوي . ولسمشر کرزي زیاته کړه دغه سند که د هر چا په زور چلیږي افغان ملت ته د منلو نه دی .