د عراق د بهرنیو چارو وزیر طارق عزیز په زندان کې ساه ورکړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64133
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-05

د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین د حکومت پر مهال د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر طارق عزیز د عراق په یوه زندان کې مړ شوی. عزیز چې ۷۹ کلن و څو کاله د عراق د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او وروسته بیا د بهرنیو چارو د وزیر دنده ترسره کړې. نوموړی د عراق پخواني مشر صدام حسین له نژدیو سلاکارانو و. د عراق سترې محکمې په ۲۰۱۰م کال کې نوموړی د مرګ په سزا محکوم کړی و. پر نوموړي تور و چې د صدام حسین د حکومت پر وخت یې مذهبي لږکي ربړولي و.