د پاکستان پوځي چارواکي وایي له طالبانو به وغواړي چې پسرلني عملیات ودروي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64134
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-05

د پاکستان پوځي چارواکو د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته ژمنه ورکړې چې دوی به د طالبانو له مشرانو وغواړي چې پسرلني عملیات ودروي. دا خبره په هغه سند کې څرګنده شوې چې د انډین ایکسپریس په ګډون ځینو رسنیو ته په لاس ورغلی دی. په سند کې ویل شوي چې ولسمشر غني په یوه لیک کې له اسلام اباده په کلکه غوښتي چې له کابل سره د استخباراتي سند ترلاسلیکېدو مخکې د طالبانو په وړاندې اقدام وکړي. د انډین ایکسپریس د راپور پر اساس د افغانستان او پاکستان د استخباراتي ادارو ترمنځ د همکارۍ سند د مې په دوولسمه کابل ته د پاکستان د صدراعظم محمد نوازشریف تر سفر مخکې لیکل شوی و خو لا هم دواړو خواوو رسماً نه دی لاسلیک کړی. ورځپاڼې د دیپلوماتیکو سرچینو له قوله ویلي چې دا نا لاسلیک شوی سند په داسي عادي کاغذ لیکل شوی چې پېډ یا چاپي سرلیک نه لري.