مسلم دوست: افغان طالبان د ای اېس ای په امر جګړه کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64136
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-05

په افغانستان کې د داعش ډلې مشر وايي چې افغان طالبان د پاکستان د استخباراتي ادارې په امر جګړه کوي. مولوي عبدالرحیم مسلم دوست بي بي سي ته ویلي چې طالبان د جهاد په نوم افغانان ځوروي. نوموړي د طالبان او داعش ترمنځ د نښتو پخلی کړی، خو ویل یې دي چې پیل لومړی طالبانو کړی. مسلم دوست دغه راز ویلي چې بمبار تر سر پرې کولو وحشیانه عمل دی. دی ټینګار کړی چې هر څوک له داعش سره جګړه وکړي دا ډله به یې ووژني.