د روسيې ولسمشر ولادي مير پوتين وايي لوېديځ دې له روسيې نه وېرېږي او دوی د ناټو لپاره خطر نه دي. ښاغلي پوتين یوې ايټالوۍ ورځپانې ته ويلي لېوني يا به څک په خوب کې فکر کوي چې روسيه به پر ناټو بريد وکړي. پوتين ويلي ځينې هېوادونه د روسيې په اړه له وېرې ګټه اخلي او غواړي پوځي، اقتصادي او ځينې نورې ګټې ترلاسه کړي. ولادي مير پوتين وويل " له روسيې د وېرې اړتيا نشته" دی وايي "اوس نړۍ بدله شوې خلک له کم حس سره به فکر ونه کړي چې په لويه کچه پوځي شخړه دې رامنځ ته شي. موږ نور کارونه لرو چې فکر پرې وکړو.