طالبانو په دوبۍ کې له خپلو استازو سره د یو شمېر افغان مخورو ناسته تایید کړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64142
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-06

د طالبانو د ډلې وياند ذبيح الله مجاهد ویلي چې د دوى د سياسي دفتر استازي د شنبې او يکشنبې په ورځو په دوبۍ کې له ځينو مخورو افغانانو سره شخصي ملاقاتونه لري. سرچينې زياته کړې، دا عادي غونډې دي چې د طالبانو په ابتکار د افغاني شخصيتونوپه غوښتنه د نظر د تبادلې او د طالبانو په اړه د تشويشونو د لرې کېدو په موخه وخت په وخت تر سره کېږې، تر څو د افغانانو ترمنځ اعتماد پياوړی شي . طالبانو په دې خبرپاڼه کې ويلي، دوى له پخوا څخه کوښښ کړى، تر څو هېواد والواو نړيوالو ته خپله بر حقه داعيه په خپله ورسوي .