پاکستاني چارواکو د امریکا له لوري په افغانستان کې د پراخ رول پر غوښتلو نیوکه کړې ده. د سویلي پنجاب لپاره د پیپل پارټۍ یوه مشر ویلي امریکا غواړي چې هند په افغانستان کې مهم رول ولري. حبیب الله شاکر ویلي چې دغه کار د سیمې لپاره ناوړه پایلې ولري. شاکر زیاته کړې چې پاکستان له افغانستان سره ۲۲۰۰ کیلومتره پوله لري، خو تر اوسه د پاکستان هر ډول اندېښنو ته ځواب نه دی ویل شوی. نوموړي دغه راز هند تورن کړی چې د امریکا په نغوته د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز د پروژې د سبوتاژ هڅه کوي.