د مشرانو جرګې د شکایتونو د اوریدو کمیسیون وایي د ښار جوړونې وزارت هغه شپږ کارکوونکي چې د اداري فساد په تور ممنوع الخروج اعلان شوي وو، له هېواده تښتیدلي دي. د دغه کمېسیون مشر زلمی زابلی وايي د حکومت له لوري د اداري فساد اړوند دوسیو نه څارل د دې لامل ګرځیدلی؛ څو فاسد کسان په جرات سره فساد ته دوام ورکړي. په ممنوع الخروج اعلان شویو چارواکو کې د مرکز د ښار جوړونې رییس احمد شاه همت، د املاکو رییس محمد امین امین، د کور جوړنې د تصدۍ رییس نواز بختیاري؛ د پلان رییس ګل رحیم زیارمل، د آپارتمانونو د انسجام د دفتر مالي مسوول امان الله سادات او د آپارتمانونو د انسجام د دفتر مسول محمد امین قانع شامل دي.