نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې په افغانستان کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو له وژنو پرده پورته کړې. د سېل ټیم شپږ په نوم د ځانګړو امریکايي ځواکونو هغو عسکرو چې په افغانستان کې یې عملیات ترسره کړي منلې چې د دوی په عملیاتو کې ځینې وختونه ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ټیم ځینو غړو ویلي د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ چې د دوی د عملیاتو شدیده دوره وه، هره شپه یې له ۱۰ تر ۱۵ کسان په عملیاتو کې وژل شوي او ځینې شپې به دا کچه ان ۲۵ ته هم رسېده. د دوی د دغه ډول عملیاتو یو مثال په ۲۰۰۸ کال کې په هلمند کې و چې اصلي موخه یې د طالبانو یو قوماندان و، خو د کلي ملکي وګړي په کې ووژل شول.