د پنجشېر، دايکنډي، سمنګانو او کاپيسا ولايتونو لپاره نوي واليان وټاکل شول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64146
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-06

د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني د جلا جلا حکمونو له مخې، محمد عارف سروري د پنجشېر د والي، مېرمن معصومه مرادي د دايکنډي د والي، محمد هاشم زارع د سمنګانو د والي او سيد محمد خالد د کاپيسا د والي په توګه ټاکل شوي دي. د ولسمشرۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوي واليان د لوړو زده کړو او لازمو تجربو لرونکي دي، چې کولای شي اړوندې دندې په ښه ډول ترسره کړي.