عزيزي : د کندهار معارف په کيفي او کمي لحاظ سخت ضعيف دی .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64147
احمد لودين
دخبریدو نیټه : 2015-06-07

په کندهار کي د پوهني د بهير ټيټ کيفيت او کميت د دې ولايت د نوي والي توجه ځان ته اړولې ده ، د کندهار والي وايې چي پوهنه د يوه ملت د ملا تير دی او که چيري په دې برخه کي فساد او ناغيړي ثابته کړي په جدي ډول به قانوني کړني کوي . د کندهار د پوهني بهير نه يوازي چي په پراخ فساد ککړ بلل کيږي بلکه د پوهني د بهير کيفيت او کميت ته نه توجه هم هغه ستونزه ده چي د کلونو کلونو راهيسي يي د کندهار خلک حل غواړي خو تر اوسه يې مثبته پايله نه ده تر لاسه کړې . د پوهني دې سوست بهير د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي توجه ځان ته اړولې ده او ژمنه کوي چي د دي ستر کار دپاره به خپل ټول امکانات په کار واچوي . نوموړي په دې وروستيو کي د کندهار ښار د يو شمير ښوونځيو څخه هم ليدني کړي دي او دا يې په سترګو ليدلي دي چي په دې اداره کي بې کفايتي ډيره ده . نوموړي زموږ د خبريال سره په ځانګړې مرکه کي وويل ، چي د کندهار غوندي د لوی او مهم ولايت دپاره داسي معارف مهم دی چي له هري خوا سم او بشپړ وي . نوموړي د پوهني د کيفيت په برخه کي د مسلکي ښوونکو کمبود او د اداري کارکوونکو نه توجه هم نه منونکي بولي او وايې چي په دې برخه د ښوونکو روزني او اداري اصلاحاتو ته عاجله اړتيا ليدل کيږي . د کندهار والي د پوهني رييس او ټولو کارکوونکو ته جدي سپارښتنه کړې ده ، چي په دې اداره کي د فساد مخه ونيسي او د پوهني د حالت د سميدو دپاره خپل مسووليت تر سره کړي . په کندهار کې دا مهال ټول په پنځو برخو کي ( ۵۰۹ ) بابه ښوونځي سته چي ( ۳۴۸ ) فعال او پاتي يې غيرفعال دي ، د ولسواليو ګڼ اوسيدونکي ادعا کوي چي د خلاصو ښوونځيو په نوم يې امتيازات اخستل کيږي خو دا مهال ډير ښوونځي تړلي او نوی نسل د زده کړي څخه بې برخي دی .