په ګيزاب ولسوالۍ کي ( ۱۲ ) امنتي پوستې د طالبانو لاس ته لويدلي دي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64148
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-06-07

ارزګان :په ګيزاب ولسوالۍ کي ( ۱۲ ) امنتي پوستې د طالبانو لاس ته لويدلي دي . د ارزګان په ګيزاب ولسوالۍ کي جګړه درنه سوې ده او وسله وال طالبان د ولسوالۍ د مرکز يو نيم کيلومترۍ ته رسيدلي او تر دې مهاله يې د پوليسو دوولس امنتي پوستې نيولي دي . ړ جګړه دوې ورځي مخکي پيل سوي وه او نن سهار شديده سوې ده . د ګيزاب ولسوال حاجي عبيدالله ظعفري وايي ، چي دا مهال د ولسوالۍ د ( ده غني ، غرشينان ، دشت ماليزي ، نيکان ، جارباغ ، جليزي او رباطک ) سيمي د وسله والو طالبانو لاس ته لويدلي او جګړه د ولسوالۍ تر مرکزه رسيدونکې ده . نوموړی زياتوي چي که د مرکزي ادارې له لوري ډير ژر فوځي کومک ور ونه رسيږي ولسوالۍ د د دوی دښمن لاس ته لويږي . ولسوال په جګړه کي د دوو محلي پوليسو د وژل کيدو او دوو نورو د ټپي کيدو څخه هم خبر ورکوي او وايې چې د پوليسو په نښته کي لس وسله وال طالبان هم وژل سوي دي . نوموړی وايې ، چي له ولسوالۍ څخه ( ۵۰۰ ) کورنۍ هم کډي کولو ته اړي سوي دي او که جګړه اوږده سي سلګونه نوري کورنۍ به هم کلي پريږدي .