د ارزګان د فوځي عملياتو مشر او د کندهار امنيه قوماندان د ارزګان د چارواکو هغه څرګندوني په کلکه رد کړې ، چي وايې د ګيزاب ولسوالي د طالبانو د سخت تهديد سره مخ ده او کيدای سي سقوط سي .
نن سهار د ارزګان ګيزاب ولسوال رسنيو ته وويل ، چي د پوليسو دوولس امنتي پوستي سقوط سوي دي او وسله وال مخالفين د ولسوالۍ مرکز ته په رسيدو کي دي ، خو پاسوال عبدالرازق وايې چې وسله والو طالبانو يوازي پر دريو امنتي پوستو له ليري ډزي کوي او ولسوالي د هيڅ راز تهديد سره نه ده مخ .
نوموړی وايې ، چي په ګيزاب او نورو ولسواليو کي وسله والو ته ماته ورکړې ده او دا مهال افغان امنتي ځواکونه د پرمختګ په حال کي دي .
په ارزګان کي د تيرو دريو اونيو راهيسي په بيلابيلو سيمو کي جګړي رواني دي او دواړو لوريو ته درنه مرګ ژوبله پکښي اوښتې ده .
د ارزګان چارواکي د وسله والو طالبانو په وړاندي د جدي عملياتو د پيل خبر ورکوي او وايې چي دا مهال د طالبانو د پرمختګ مخه نيول سوې ده .