په ترکیه کې د عدالت او پرختیا ګوند د رایو اکثریت له لاسه ورکړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64155
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-07

د ترکیې په پارلماني ټاکنو کې د رجب طیب اردوغان په مشرۍ د عدالت او پراختیا ګوند د رایو اکثریت له لاسه ورکړی دی. دغه ګوند توانېدلی چې په پرونیو ټاکنو کې ۴۱ سلنه رایې وګټي. په دې ډول اردوغان په اساسي قانون کې د بدلون او د ولسمشر د واکونو د زیاتولو په برخه کې له ستونزو سره مخ شي. د رجب طيب اردوغان په مشرۍ د عدالت او پراختيا ګوند د ۲۰۱۱ کال په ټاکنو کې د ۵۵۰ څوکيو څخه ۳۲۷ څوکۍ وګټلې.