د ایران د پارلمان یوه غړي ویلي چې د افغان طالبانو له استازو سره یې کتلي دي. د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ د کمېسیون غړي اسماعیل خسروي ویلي چې تېره میاشت د افغان طالبانو د هغې ډلې استازي تهران ته په سفر ورغلي ول چې باور لري مسایل باید په خبرواترو حل شي. تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مرضیې افخم ایران ته د طالبانو د استازو له سفره انکار کړی و. تهران ته د طالبانو د پلاوي د سفر خبر لومړی پلا د سپاه پاسداران یوه اړوند خبري اژانس (تسنیم)افشا کړی و. خسروي وویل چې د طیب اغا په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره د خپلو خبرو جزییات نه شي څرګندولی شي.