د خیبرپښتونخوا حکومت وايي د روان کال تر پایه به په دغه ایالت کې د افغان کډوالو ټول کمپونه له منځه یوسي. د دغه ایالت د کډوالو او قبایلو چارو د برخې یوه چارواکي پاکستاني رسنیو ته ویلي چې د افغان کډوالو ۹۹ کمپونه به ویجاړ کړي. سرچینې ویلي چې اوسمهال د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې ثبت۱۱۴۰۹۶ ثبت شوې افغان کورنۍ په ۷۰ کوچنیو او ۲۹ لویو کمپونو کې ژوند کوي، چې د غړو شمېر یې صفر اعشاریه شپږ میلیونه کسانو ته رسېږي.