افغانستان په سيمه كې مهم رول لوبوي، له همدې كبله دوشنبه غواړي له كابل سره اړيكې پراخې كړي.د تاجكستان لومړي وزير قاهر رسول زاده، چې د دوشنبې په ورځ يې د افغانستان له اجرايه رئيس عبدالله عبدالله سره په دوشنبه كې خبري ناستې ته خبرې كولې د كابل او دوشنبې تر منځ په دوستانه اړيكو ټينګار وكړ.اجرايه رئيس تر ده وړاندې پرون د تاجكستان له جمهور رئيس امام علي رحمان سره هم كتلي وو.قاهر رسول زاده، ترهګري، د نشه يي توكو قاچاق او سازمان شوي جرمونه هغه موارد ياد كړل چې اړتيا ده، دواړه هېوادونه يې پر وړاندې ګډه مبارزه وكړي.