د افغانستان د کانونو او او پټرولیم وزیر د ولسي جرګې غونډې ته وویل، د کانونو په باب د حکومت اوسنۍ تګلاره دغه هېواد د ''ویجاړۍ'' تر پولې رسوي.داود شاه صبا چې د کانونو د استخراج په تړاو د قراردادونو د لاسلیکولو په اړه ولسي جرګې ته غوښتل شوی و، وویل تر اوسه له بېلابېلو شرکتونو سره د کانونو د را ایستلو نژدې دری سوه او څلوېښت قراردادونه لاسلیک شوي چې دغه وزارت یې اوسمهال د سلو د څارنې توان هم نه لري.هغه وویل، د کانونو د غلا په اړه خبر دی چې له هېواده قیمتي ډبرې په اسانۍ سره بهرنیو هېوادونو ته ایستل کېږي. صبا د کانونو د استخراج په اړه د یوه حقوقي چوکاټ نشتوالی لویه ستونزه وبلله.