د امريکا سفير وايي چې افغانستان له ډېرو ننګونو سره مخ دى، خو امريکا د افغانستان تر څنګ ولاړه ده، څو په دغه هېواد کې ثبات ټينګ شي. مايکل مک کينلي ویلي چې ټول امنيتي مسووليتونه افغان ځواکونو ته سپارل شوي او د بهرنيو ځواکونو جګړه ييز ماموريت پاى ته رسېدلى، خو اوس له افغانستان سره د امريکا همکارۍ يوه نوي فصل ته داخلې شوې دي. هغه زياته کړه چې د جګړه ييز ماموريت له پاى ته رسېدو وروسته، امريکا اوسمهال د "پرېکنده ملاتړ " په چوکاټ کې ژمنه ده چې د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او تمویل په برخه کې کار وکړي، څو د افغانستان د امنيتي ځواکونو په اوږدمهاله پیاوړتیا کې خپل رول ادا کړى وي.