د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال وايي په تېرو څلور میاشتو کې تقریقا ۱۰۰۰ ملکي افغانان د جګړو او تاوتریخوالي له کبله وژل شوي دي. مارک بوډن ویلي د روان زېږدیز کال له پیله د اپرېل تر ۳۰ نېټې ۱۹۸۹ ملکي افغانان ټپیان او ۹۷۸ نور وژل شوي دي. نوموړي د ډاکټرانو له قوله ویلي چې د ملکي وګړو د ټپي کېدو په کچه کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.