افغان ولس مشر خبر ورکړ ، چي د پاکستان سره استخباراني تفاهم نه دی لاسليک سوی او دا کار به وروسته له هغه کوي ، تر څو چي د ملي امنيت د شورا او اړوندو مشورو څخه تير سي .
افغان ولس مشر دا څرګندوني نن په کندهار کي د قومي مخورو يوې پراخي غونډي ته وکړې ، نوموړي کندهاريانو ته د بريښنا ، پوهني او کرهڼي په برخه کي د عملي کار د پيليدو ژمني ورکړې .
هغه خبر ورکړ ، چي د پاکستان سره يې د استخباراتي تفاهم ليک لاسليک بيله دې چي د ملي د امنيت د رييس له لوري امضا سي مشروعيت نه لري ، په وينا يې چې د ياد تفاهم ليک مديريت يې په خپله غاړه اخستی دی او وروسته له هغه چي د امنيت د شورا او نورو اړوندو ارګانونو تر مشورو تير سي نور کار ته به دوام ورکړي
ولس مشر وويل چي د ياد تفاهم ليک په اړه يې وروسته له هغه پريکړه وکړه چي پاکستاني مقاماتو د افغان دولت د ملي امنيت پر اداره د پاکستاني طالبانو د روزني تور پوري کړ .
ښاغلي غني د افغانستان دپاره سوله حياتي اړتيا وبلل او زياته يې کړه چي تر ټولو لمړی د پاکستان سره چي د لسيزو راهيسي د افغانستان سره په يوه نااعلان سوې جګړه بوخت دی مهمه ده او په دې برخه کي يې پاکستان ته قناعت هم ورکړی دی .
افغان ولس مشر وويل چي سوله د احساساتو کار نه دی او په دې برخه کي وخت او غښتلي تدبير ته اړتيا ده .
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د مراسمو د پيل په لمړۍ وينا کي هغه ارزونه وړاندي کړل ، چي د خپلي کاري مودې پر مهال يي کړې ده ، په وينا يې چي دلته حکومتداري کمزورې او ولس د خدماتو څخه بې برخي دی .
د کندهار د يوه مشر په صفت د اطلاعاتو او کلتور وزير عبدالباري جهاني ، ولسي استازو څارنوال محمد عيسی خان ، بسم الله افغانمل ، د ولايتي شورا مشر حاجي سيدجان خاکريزوال ، مدني روڼ اندي احمدشاه سپر ، د کندهار پوهنتون استازي اينجينر شيرشاه رشاد او يو شمير نورو ويناوالو د کندهار مهمي ستونزي يو په بل سي ولس مشر ته وړاندي کړي او د هغه څخه يې د حل جدي غوښتنه وکړل .
ويناوالو د بريښنا د ستونزي دايمي حل ، د پوهني د بهير ښه کيدل ، د عدلي ادارو اصلاحات ، کار و اهل کار ته سپارل او په دولتي ادارو کي د اداري او مالي فساد مخنيوی وغوښت .
بسم الله افغانمل ولس مشر ته د کندهار د ښاروالۍ د روان حالت څخه شکايت وکړ او غوښتنه يې وکړه چي کندهار ته پاک او له فساده ليري ښاروال په دنده وګماري .
افغان ولس مشر د کندهاريانو د ستونزو د حل کيلي د دوی په يووالي کي وبلل او زياته يې کړه ، چي د بريښنا ، پوهني ، کرهڼي ، بې روزګارۍ او ورته نورو برخو کي دولت د عملي کار دپاره پر پلانونو کار روان کړی او راتلونکي څو کلونه به د ترکمنستان څخه د تورغونډۍ له لوري کندهار ته بسټيزه بريښنا برابره کړي .
نوموړي وويل چي ، والي ډاکټر همايون عزيزي د پوره صلاحيت درلودونکی او دلته د هغه په وړاندي بل قوت نه مني ، په وينا يې چي کندهاريان دي د والي سره په ګډه د دې بنسټيزو ستونزو د حل دپاره طرحي جوړي او دولت ته دي وسپاري .
کندهار ته د افغان ولس مشر د راتګ دپاره کلک امنتي تدابير نيول سوي وه او د ښار ډير واټونه د ترافيکو پر مخ تړلي وه ، ولس مشرۍ ته تر رسيدو دا د ولس مشر لمړی سفر وو چي کندهار ته يي وکړ .