د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو وايي عربي هېوادونه له ده سره په دې اړه په یوه نظر دي چې له ایران سره د شپږو ځواکمو هېوادونو کېدونکې هوکړه، دغه هېواد د اتومي وسلو له تولید څخه نه شي راګرځولی. نتانیاهو ویلي چې ده د اسرایلو له ګاونډیو هېوادنو سره خبرې کړې او په سیمه کې هېڅوک په دې باور نه دي چې له شپږو قدرتونو سره کېدونکې هوکړه دې د اتومي وسلو له جوړولو د ایران مخه ونیسي. ده دغه راز ګواښ کړی چې دا معامله به په سیمه کې د اتومي وسلو د جوړولو رقابت ته لمن ووهي او په دې ډول به ټول هېوادونو د اتومي کېدو پر لور سوق کړي.