تاجکستان له افغانستانه غوښتي چې په سرحدي سیمو کې امنیت ټېنګ کړي. تاجکستان دا غوښتنه د اجرايي ریس عبدالله عبدالله په مشرۍ، پلازمېنې دوشنبې ته له ورغلي پلاوي سره په خبرو کې کړې ده. د پلاوي یو غړي مزمل شینواري ویلي تاجکستان اندېښنه لري چې د افغانستان په سرحدي سیمو کې روانې نا امنۍ به دغه هېواد ته ور ورسېږي. شینواري ویلي چې دواړه خواوو دغه راز د انرژۍ د یوې سترې پروژې کاسا۱۰۰۰ په اړه هم خبرې وکړې. د شینواري په وینا هوکړه شوې چې د دې پروژې کار به په راتلونکو دوو میاشتو کې پيل شي.