ولسمشرغني: په کندهار کې به ژور او بنسټیز بدلونونه راشي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64169
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-09

ولسمشر اشرف غني د کندهار د مدني ټولنې له استازو او ځوانانو سره په ليدنه کې وويل، چې له دې وروسته نور په دې ولايت کې موازي حکومتونه نشته. ولسمشر د کندهار د مدني ټولنې له استازو سره په کتنه کې ویلي چې والي به تر راتلونکو دوو اوونيو په دغه ولايت کې د بدلون او اصلاحاتو راوستلو لومړى پړاو پلى کړي. هغه زياته کړه، په کندهار کې به ژور او بنسټيز بدلونونه راځي او هغوى به د اصولو له مخې مخکې ځي، ځکه په هره اداره کې چې کسان لرې کېږي، بايد پر ځاى يې نور کسان پر دندو وګومارل شي، تر څو تشه رامنځته نه شي. د نوموړي په وينا، هڅه يې دا ده چې اداره ځوانه شي، لکه څنګه چې کابينه ځوانه ده، داسې به په ولايتونو او ولسواليو کې ځوانان په دندو وګومارل شي او د همدې موخې لپاره يې د تقاعد تمديد بند کړى دى.