ولسمشرغني امر کړی چې کسبګروته دې صنعتي پارکونه جوړ شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64179
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-10

ولسمشر اشرف غني کسبګرو ته په مرکز او ولايتونو کې د صنعتي پارکونو د ژر ورکولو امر کړى دى. نوموړي دغه څرګندونې پرون د افغانستان د کسبګرو د ملي اتحادیې له غړو سره په کتنه کې کړې دي. د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره په شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کسبګرو د ملي اتحادیې مشر محمدحسن سپاهي د کورنيو تولیداتو د ملاتړ او په دولتي قراردادونو کې کورنیو تولیداتو ته د ۱۵ سلنې لومړيتوب ورکولو په برخه کې د ولسمشر اقدامات د هېواد د صنعت د پراختيا لپاره ارزښتناک وبلل. نوموړي د کسبګرو اړوند قوانینو د ځینو بندونو د تعدیل غوښتنه وکړه او د هېواد د کسبګرو بېلابېلې ستونزې یې د حل په موخه ولسمشر ته وړاندې کړې. په خبرپاڼه کې ویل شوي ولسمشر غني هدایت ورکړ، چې ژر تر ژره به دوی ته په مرکز او ولایاتو کې صنعتي پارکونه ورکړل شي.