ولسمشر اشرف غني د خپل ځان لپاره د امنيت، سولې، سیاسي او کورنيو چارو په برخو کې څلور ستر سلاکاران ټاکلي دي. د ملي تلوېزیون د راپور له مخې دغه کسان د ولسمشر د ځانګړي حکم له مخې ټاکل شوي دي. سرچينه زياتوي، جمعه خان همدرد په امنيتي چارو کې ستر سلاکار، قطب الدين هلال د سولې په چارو کې ستر سلاکار، ډاکټر اکرم خپلواک په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځآنګړی استازی او خالد فاروق په کورنيو چارو کې ستر سلاکار غوره شوي دي. ډاکټر اکرم خپلواک تایید کړې ده چې پر دې نوې دندې ګومارل شوی دی.