په پکتیا کې شوي ځانمرګي برید چاته مرګ ژوبله نه ده اړولې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64183
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-10

چارواکي وايي چې د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې شوي ځانمرګي بريد هېڅ مرګ ژوبله نه ده اړولې او يوازې ځانمرګى بریدګر په کې وژل شوى دى. د پکتيا امنيه قوماندان پاسوال زلمي اورياخېل وايي چې نن له غرمې وروسته شاوخوا درى نيمې بجې د ګردېز ښار په خوست لين سيمه کې ځانمرګى بريد وشو. هغه وايي چې پوليسو له وړاندې بريد کوونکی پېژندلى و او په تعقيب کې يې و، خو بريد کوونکي موخې ته له رسېدو وړاندې ځان ته چاودنه ورکړه. هغه وايي چې په ياده چاودنه کې يواځې بريد کوونکي وژل شوى دى. دغه راز د پکتيا امنيه قوماندان وايي چې پوليسو نن د سيدکرم په ولسوالۍ کې يو ماين خښوونکى هم نيولى دى. هغه وويل چې ياد شوي ماين ايښودونکي په خپل جرم اعتراف کړى او اوسمهال د پوليسو تر څيړنو لاندې دى.