د پاکستان حکومت د 'ماشومانو د خوندیتابه ادارې ته له دغه هېواده د وتلو امر کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64186
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-12

پاکستان د 'ماشومانو د خوندیتابه ادارې' (سېو ده چېلډرېن) دفترونه تړلي او دې نا دولتي مؤسسې ته یې له هېواده د وتلو امر کړی دی. پاکستان پر دې ټولنې د 'پاکستان ضد' فعالیتونو تور لګولی. پولیسو په پلازمېنه اسلام اباد کې ددغې ټولنې دفترونه تړلي او کارکوونکو ته یې له هېواده د وتلو لپاره ۱۵ ورځې وخت ورکړی دی. تر دې وړاندې هم پاکستان دغه خیریه ټولنه د جعلي واکسین د کمپاین د جوړولو په پروګرام تورنه کړې وه، چې په وینا یې په اصل کې یې د سي آی اې لپاره کار کاوه، چې د القاعدې شبکې مخکینی مشر اسامه بن لادن ومومي.