د ملي امنیت لوی ریاست وایي چې ننګرهار ولایت لپاره د وسلوالو طالبانو لخوا ټاکل شوی والي په پيښور ښار کې وژل شوی دی. ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل ویلي چې د طالبانو د ننګرهار والي پرون د پيښور ښار په سپینه وړۍ کلي کې وژل شوی دي. هغه زیاته کړې چې دغه کس مولوي میر احمد ګل نومېده او د سلګونو افغانانو په وژلو کې یې لاس درلود. سرچینې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي او نه هم وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.