د ژېړۍ ولسوالۍ څارنوال ووژل شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64189
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-12

وسله والو کسانو په کندهار ښار کې د ژېړۍ ولسوالۍ څارنوال وواژه . د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي چې دغه پېښه تېره شپه د کندهار ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند له حاجي اکبر مارکېټ سره نږدې رامنځته شوې ده. سرچينې وويل چې د ژېړۍ ولسوالۍ څارنوال په دې پېښه کې ټپي شوى و، خو وروسته يې په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه. نوموړي زياته کړه چې تراوسه پورې پوليسو په دې اړه څه نه دي ويلي ، خو د څېړنو د پيل خبر يې ورکړ. په دې وروستيو کې په کندهار ښار کې د غلچکي بريدونو لړۍ تېزه شوې ، چې له دې مخکې په کندهارښار کې دوه پوليس هم د وسله والو له لوري وژل شوي و. تراوسه ددغې پېښې مسووليت چا نه دى منلى .