کرزی: له بهرني ملاتړ پرته داعش په افغانستان کې نفوذ نه شي کولای

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64191
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-12

مخکنی افغان ولسمشر حامد کرزی وايي چې له بهرني ملاتړ پرته داعش په افغانستان کې نفوذ نه شي کولای. حامد کرزي راشیا ټوډې خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې داعش په افغانستان کې د چین او روسیې لپاره ګواښ کېدای شي، خو د نورو جهادي ډلو او د پټو بهرنیو لاسونو له ملاتړ پرته بریالي کېدای نه شي. حامد کرزي په دې مرکه کې ویلي:«که تاسو په راتلونکو ورځو، میاشتو یا یوه کال کې واورئ چې داعش په افغانستان کې د پراختیا په حال کې دی او له قوي ځواکه برخمن دی، نو دا به په دې معنا وي چې د سیمې په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا، چین او روسیې د نا امنه کولو لپاره یوه بهرنۍ توطیه ده.» کرزي دغه راز په عراق او سوریه کې د داعش چټک پرمختګ په دغو هېوادونو کې د بهرنۍ مداخلې له امله ګڼلی دی. نوموړي په افغانستان کې له ترورېزم سره د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو پر کړنو هم نیوکه کړې ده.