په کندهار کي د محکمې يو تن قاضي د رشوت اخستلو په تور نيول سوی او زندان ته ليږل سوی دی .
دا تورن کس خيرالله همت نوميږي او د کندهار د استيناف محکمې د تجارتي دېوان رئيس دی .
باوري سرچينه وايي چي نوموړي نن د يوه تن څخه ( دوه سوه زره پاکستانۍ کالداري ) رشوت اخستی وو چي د ستري محکمې د راغلي پلاوي له لوري ونيول سو او دا مهال په زندان کي دی .
سرچينه وايي چې نوموړی د اطفالو په محکمه کي هم خدمتي کار کوي او نن سهار هغه وخت چي د يوې جزايي دوسيي په برخه کې د يوه تن څخه ( دوه سوه زره پاکستانۍ کالداري ) د رشوت په توګه واخستلې د مراقبت د کميټې له لوري لاس په لاس د پيسو سره ونيول سو .
د کندهار د اسنتاف محکمې رييس شمس الرحمن ريس خېل په دې اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کوي او وايي چي مطبوعاتو ته د دې موضوع په اړه معلومات ورکول د ستري محکمې صلاحيت دی .
د محکمې باوري سرچينه وايې ، چې تورن کس خپله د ريس ( رييس خېل ) په لاسليک زندان ته واستول سو او دا مهال د تورو تمبو شا ته پروت دی .
په کندهار کي د نوي والي په ټاکلو سره د فساد پر ضد مبارزې ته د خلکو هيلي زياتي سوي دي .