فراه ولايت د استيناف څارنوالۍ يو څارنوال د ناپېژاندو وسله والو له لوري د فراه ښار په دويمه ناحيه کې وژل شوی. د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند اقبال باهر وايي محمد نعيم د فراه ولايت په استيناف څارنوالۍ کې د سلب ازادۍ څارنوال و. ده زياته کړه، نوموړى پرون ماسپښين کابو دوه بجې هغه مهال چې له دفتر څخه په خپل موټر کې کور ته روان و، د فراه ښار په دويمې ناحيې کې دوو ناپېژاندو وسله والو، چې په موټرسايکل سپاره وو، په ډزو وواژه. د هغه په وينا، وسله وال د محمد نعيم تر وژلو وروسته په تېښته بريالي شوي. بايد وويل شي، چې نوموړى په داسې يوه سيمه کې وژل شوى، چې د ولايت له مقام سره شاوخوا سل متره واټن لري.