داعش ډلې یوه ویدیو خپره کړه چې په افغانستان کې د دې ډلې د غړیو له لوري د اسیرو طالبانو د سرونو پرې کېدا ښيي. دا ویدیو د داعش د خراسان ولایت له لوري خپره شوې ده. د داعش په نقشه کې افغانستان، پاکستان او د ایران یوه برخه د دې ډلې د بغداد د خلافت یو ولایت بلل شوی دی. د طالبانو د سر پرې کولو ویدیو په انترنټ کې خپره شوې ده. په ویدیو کې د داعش له لوري د سر پرېکړیو طالبانو په منځ کې یو هم سعد اماراتي دی چې پخوا له طالبانو داعش ته اوښتی و او بېرته طالبانو ته واوښت او په همدې خاطر یې سر پرې کړای شو.