د اوبو د اړوندو مسائلو لپاره تخنیکي کمېټه جوړیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64202
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-14

ولسمشر اشرف غني وايي چې د اوبو د اړوندو مسائلو لپاره به یوه تخنیکي کمېټه جوړه شي. نوموړي چې پرون یې د اوبو او اراضي د عالي شورا غړو ته خبرې کولې وویل چې د اوبو اړوند مسائل ژورو او هر اړخیزو بحثونو ته اړتیا لري او له همدې کبله باید یوه جامع پالیسي ورته جوړه شي. ولسمشر په دې غونډه کې د سېلابونو د مدیریت لپاره هم د یوې طرحې پر جوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د سېلابونو مدیریت د ملي یووالي د حکومت یو مهم لومړیتوب دی.